Cookie preferences

Faved uses necessary cookies that are essential to use the service and for us to provide a better user experience. Read more about our cookies.
Accept cookies

هیجایي معمې

په سواد

فرعي کټګورۍ او ټېګونه

تفصیل

په مختلفو شرایطو کې د نویو کلمو او جملو تمرینول او په مناسبو کړنو سره د کلمو یا جملو د مفهوم تشریح کول. په دقت سره له اوریدلو او مناسب ځواب ورکولو کې مرسته کوي.

د نورو ښوونکو لپاره ګام په ګام لارښوونې

د هغو شیانو، خلکو، یا ځایونو لیست جوړ کړئ چې تمثیل کېدلای شي. هر توکي په جلا کارت کې ولیکئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې دا هغه کلمې دي چې ماشوم یې لوستلای شي او لا دمخه یې د لیکلو پر ځای د هغه شي له رسمولو سره اشنا وي او یا یې په پام کې ونیسئ (د بېلګې په توګه د غاښونو برس کول، ویښیدل، د کتاب لوستل، نڅا، کیلې، الوتونکي، مار، سپی او داسې نور). نوموړي شیان په یوه بکس یا کڅوړه کې واچوئ.

یو ماشوم یو کارت اخلي او بل چا ته یې نه ښیي. دا ماشوم هڅه کوي چې د خپل بدن د حرکتونو په کارولو سره د کارت د کلمې په تمثیلولو سره نور خلک اټکل کړي چې په کارت کې به کومه کلمه وي. ماشوم باید پرته له دې چې یوه کلمه ووایي او یا د ټاکل شوي وخت له حدودو واوړي، هغه ترسره کړي.

مخکې له دې چې د کلمې تمثیل وکړي، ماشوم کولای شي نورو ته اجازه ورکړي چې د کلمې یا اصطلاح په کټګورئ (ډلبندئ) او دا چې څومره کلمې لري، پوه شي. په دواړو حالتونو کې، ماشوم باید دا کار پرته له خبرو وکړي.

ډلبندي: که هغه سندره وي نو د سندرې ویلو هڅه وکړئ. که هغه فلم وي نو د فلم د کامرې تمثیل وکړئ. که هغه د کتاب نوم وي، نو د یوه کتاب لپاره تمثیل وکړئ او داسې نور.

د کلمو شمیر: د ګوتو شمیر وساتئ (د بیلګې په توګه، که چېرې هغه اصطلاح د "فوټبال لوبه" وي نو دوه ګوتې ونیسئ). هغه څوک چې کلمه یا اصطلاح په سمه توګه اټکل کړي نو د کارت دغوره کولو او د لوبې د بیا تکرارولو لپاره نوبت نیسي.

په همکارۍ سره کار وکړئ تر هغه چې ټولو ته د کارت د غوره کولو لپاره یو وار نوبت ورسیږي. که د ګڼو ماشومانو سره لوبه کوئ، نو د مساوي اندازې په دوو ټیمونو یې وویشئ. د لومړي ټیم یو لوبغاړی یو کارت راوباسي او د هغه ټیم ملګري هڅه کوي مخکې له دې چې وخت پای ته ورسیږي اټکلي ځواب ورکړي. بیا د دویم ټیم لوبغاړی یو کارت راوباسي او د هغه د ټیم ملګري هڅه کوي مخکې له دې چې ټایمر پای ته ورسیږي اټکلي ځواب ورکړي.

لوبه دوام لري تر هغه چې نور کارتونه شتون ونلري یا تر هغه چې ټول لوبغاړي په مساوي توګه خپل نوبت تیر کړي. حساب کړئ چې څومره کارتونه په سمه توګه د وخت په حدودو کې حل شوي. دا نمرې دي.

خپل نظر ورکړئ

Fave the practice to be able to join the discussion and comment favorite_border د خوښې