څپه ایز ماشین
په ساینس
څپه ایز ماشین له زده کونکو سره مرسته کوي چې د حرکت په جریان کې د څپې طبیعي څرنګوالی تشریح کړي. دا همدارنګه هغو ته منځنۍ اوږدوالی د څپې له اوږدوالي سره تړاو ورکوي. د دې تمرین له لارې په کار کولو سره د زده کونکي د خلاقیت او تخیل مهارتونو ته وده ورکول کیږې.
له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ ترڅو چې 20 نېچې، 40 کاغذي کیلپونه، او 2 اوږدې فیتې چمتو کړي.
د فیتې یوه اوږده ټوټه په ځمکه کیږدئ او سرېښناه خوا یې پورته خوا ته مخامخ کړئ.
د دایمي مارکر یا قلم په کارولو سره د فیتې د مرکز لاندې باندی کرښه وباسئ. کرښه په مساوي وقفو کې په نښه کړئ، یعنې هر 4 سانتي متره.
له خپل ماشوم څخه وغواړئ چې نیچې د مساوي نښانونو په سر کې په یو قطار کې ودروي، چې ټول ورته لوري سره مخ وي. دا پدې مانا ده چې نیچې باید د فیتې اوږدې ټوټې ته عمودي وي، د فیتې د ټوټې په هر اړخ کې د نیچې له نیمایي سره مساوي وي.
دا د فیتې د اوږدې ټوټې له پورتنۍ برخې څخه تر ښکته پورې ترسره کړئ تر هغه چې ټولې نیچې ودرول شي.
د فیتې دواړه څوکې د دوو څوکیو تر منځه په دواړو خواوو کې سریښ کړئ. د دوو څوکیو ترمنځ د واټن اوږدوالی په دې پورې اړه لري چې د فیتې ټوټه څومره ده. د فیتې دپاسه په دواړو څوکو کې یو دروند شی کیږدئ ترڅو ونه لویږي.
په نرمۍ سره د نیچې یوه پای ته ورشئ او وګورئ چې د فیتې څپې رامینځته کیږي.
څپه ایز ماشین په مختلفو ځایونو کې د هغې اوږدوالی یا د مختلف مقدار ځواک سره تجربه کړئ. بحث وکړئ چې دا څنګه د څپې اوږدوالی یا سرعت بدلوي.