د عکسې نیول
په شمیرنه
د دې تمرین هدف د اعدادو د پیژندلو مهارتونو ته وده ورکول او د بدن د ښي او کیڼ اړخونو ترمینځ همغږي کول دي کله چې مختلف وړاندیزونه ورکړل شي.
د خپلو زده کونکو څخه 3 متره لرې ودریږئ او یو بل ته د لوبیا کڅوړه (یا ورته یو ه کوچنی توپ په شان یو شی یا یوه جوړه جرابې) په غورځولو سره پیل وکړئ. د مټ لاندې غورځول هم کار کوي!
کله چې غورځوونکی د "نمبر 1" چیغه وکړي، نو د لوبیا کڅوړه باید تاسو په چپ لاس کې ونیسئ، او ښئ پښه یو ګام وړاندې کیږدئ.
کله چې غورځوونکی د "نمبر 2" چیغه کړي، نو د لوبیا کڅوړه باید تاسو په ښي لاس کې ونیسئ، او چپه پښه یو ګام وړاندې کیږدئ.
د لوبیا د کڅوړې په بیا غورځولو پیل وکړئ د هر غورځونکي سره "یو" یا "دوه" چیغه وهئ مخکې لدې چې د لوبیا کڅوړه وغورځول شي.
د دې لپاره چې دا فعالیت ډیر پیچلی کړئ، نو لوبې ته " نمبر 3 " او "نمبر 4" شمیرې ورزیاتې کړئ. "نمبر 3" معنی د ښي لاس سره د لوبیا کڅوړه نیول، د ښي پښې سره مخ کیدل او "نمبر 4" معنی د کیڼ لاس سره د لوبیا کڅوړه نیول او کیڼه پښه مخ ته وړل.
وګورئ چې تاسو په قطار کې په بشپړ ډول د لوبیا د کڅوړې د غورزولو او نیولو څومره شمیر ترسره کولای شئ.
دیوال توپ: یو دیوال ومومئ او د هغې په وړاندې د توپ وهل پیل کړئ، د 1 - 4 شمیرو نوم واخلئ ترڅو د لاس او پښو دریځ بدل کړئ.